Book Name:Data Hazoor Aur Adab Ki Taleem
اَدَب الله پاک ته د نزدې کيدو ذريعه ده
شيخ يُوسُف بن حُسَين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اَدَب په برکت سره د عِلم پوهه حاصليږي، د عِلم په برکت سره عَمَل صحيح کيږي، چې عَمَل صحيح شي نو حکمت ميلاويږي، چې حکمت ميلاؤ شي نو زُهُد (يعني د دنيا نه بے رغبتي) ميلاويږي، د زُهد په برکت سره د آخرت شوق پيدا کيږي او د کوم خوش قسمته چې د آخرت شوق نصيب شي، هغه ته الله پاک خپل دولت عطا کوي۔ ([1])
الله ! الله ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو ! غور اوکړئ ! اَدَب څومره اعلٰی څيز دے، معلومه شوه چې د چا سره اَدَب دے، هغه ډير خوش قسمته دے چې د عِلم صحيح پوهه د هغه نصيب کيږي څوک چې اَدَب والا دے، عَمَل د هغه صحيح وي، څوک چې اَدب والا دے، حکمت هم هغوئي ته ميلاويږي څوک چې اَدب والا دے او د الله پاک نزدې والے هم د هغه نصيب کيږي د چا چې د اَدب دولت نصيب شي او د کوم بد نصيبه سره چې اَدَب نه وي، هغه ډير محرومه دے، که هغه په زرګونو کتابونه هم اولولي نو بيا هم د صحيح عِلم د پوهې نه محرومه پاتې کيږي، که ټول ژوند په عبادت کښې تير کړي، بيا هم د عَمَل د صحيح والي نه محرومه پاتې کيږي، نه هغه ته حکمت ميلاويږي او نه هغه ته د الله پاک د نزدې والي دروازې برسيره کيږي۔
محفوظ سدا رکھنا شہا ! بے ادبوں سے اور مجھ سے بھی سر زد نہ کبھی بے ادبی ہو([2])
الله پاک دې زمونږ د اَدَب دولت نصيب کړي۔ اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡنصَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم
(2): اَدَب څه ته وئيلے شي۔۔۔؟
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو ! اَدَب څه ته وئيلے شي؟ راځئ ! چې د دې د زده کولو د پاره هم د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې حاضِري اوکړو، حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: عام طور اَدِيب (يعني اَدَب والا) هغه ته وئيلے شي: څوک چې د لُغت ماهر وي (لکه څنګه چې دلته عموماً شاعر ته اَدِيب وئيلے شي) خو د اوليائے کرامو په نز د اَدَب معنٰی دہ: اَلْوَقُوفُ مَعَ الْمُستَحْسِنَاتِ په ښه والي باندې په مضبوطئ