Mehfil e Milad Mustafa Ke Barakat

Book Name:Mehfil e Milad Mustafa Ke Barakat

دلته يوه سوال  په ذهِن کښې راځی، هغه دا چې خبره روانه وه د قيامت، ذِکرِ د دې خبرې کيږي چې تقویٰ والوو ته به په جنَّت کښې کوم کوم انعامونه ميلاويږي،نو په دې کښې الله پاک مِنْ رَّبِّکَ ولې اوفرمائيل؟ د جنتيانود انعام ذکروو، وئيلے شوے به وے: دا هر څه د رحمان عطا ده، دا د رَبُّ العالمين د طرف نه بدله ده، د رَبِّ کائنات ډير صفتونه دي، په هغې کښې به ئې يو صفتي نوم ذِکر کړے وو، آخِر مِنْ رَّبِّکَ ئې ولې اوفرمائيلو؟ بيا چې رَبّ هم وئيل وو نو رَبُّ العالمين به ئې وئيلے وے، مِنْ رَّبِّکَ (يعني اے محبوبه! ستا د رَبّ د طرف نه) ئې ولې ارشاد اوفرمائيلو؟

حضرت عَلّامه محمود آلوسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې جواب ورکړے دے، فرمائي چې: لِتَشْرِیْفِہٖ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم يعني په دغه ځائے کښې (چې کله ذِکر د قيامت وو، تقویٰ والوو ته په جنت کښې د ميلاويدونکو انعامونو ذِکر کيدلو) رَبِّ کريم د مِنْ رَّبِّکَ فرمائيلو سره د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم شَرف او فضل بيان کړے دے۔ ([1])

لکه په دې کښې چې کافِرانو ته وئيلے شي دی چې اے کافِرانو! ستاسو دا دروغژن خدايان به تاسو له هيڅ درنکړے شي، د دوزخ نه بچ کول او جنّت ور کول د هغه رښتوني خدائے عنايت دے د کوم په حُضُور کښې چې ُمُحَمَّد مصطفے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سجده کوي، ځکه

آج لے اُن کی پناہ، آج مدد مانگ اُن سے                    پِھر نہ مانیں گے قِیامت میں اگر مان گیا

سُبْحٰنَ اللہ! غور اوکړئ! خبره د قيامت وه، ذِکر د جنّتيانو د نعمتونو کيدو، الله پاک د مِنْ رَّبِّکَ فرمائيلو سره په جنّتيانو باندې د خپلو عطاګانو ذِکر هم اوکړو او د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم فضيلت ئې هم بيان کړو، داسې قِسمه په سوؤنو مثالونه په قرآنِ کريم کښې موجود دي، د دې ټولو نه معلوميږي چې په هره خبره کښې ذِکرِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم کول د قرآنِ کريم اُسلُوب(طریقہ) دے۔ ځکه خو د قرآنِ کريم نه نعت وئيل زده کوونکے، اعلٰی حضرت، امامِ اهلِسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

خاک ہو جائیں عَدو جَل کر مگر ہم تو رضاؔ                              دَم میں جب تک دَم ہے ذِکر اُن کا سُناتے جائیں گے


 

 



[1]...تفسر روح المعانی،پارہ:30 ،سورۂ نبا،تحت الآیۃ:36 ، جز:30 ،جلد:15، صفحہ:305۔