Mehfil e Milad Mustafa Ke Barakat

Book Name:Mehfil e Milad Mustafa Ke Barakat

خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د فتحِ مکې نه پس کعبۃُ الله شريف د بتانو نه پاکه کړه ځکه په نقشه کښې هم بُت (ګډئ) نه دي پکار، د دې په ځائے د پلاسټک ګلونه ايښودے شئ۔ (د طوافِ کعبه د نظارې تصوير په کوم کښې چې مخونه واضحه نه ښکاري هغه په جُمات يا کور وغيره کښې لګول جائز دي، آؤ که چرې کوم تصوير په زمکه باندې کيښودے شي او په ولاړه ورته د کتو سره په هغې کښې مخ واضحه په نظر راځي نو د هغې زوړندول ناجائزه او ګناه ده) (3): داسې دروازې لګول جائزنه دي په کومو چې د ژوندو ځناورو تصويران جوړ شوي دي۔ د ژوندو ځناورو د تصويرانو په مذمت کښې 2 مبارک حديثونه اولولئ او د الله پاک نه ويريږئ: * د (رحمت ) فرښتې هغه کور ته نه ننوځي په کوم کور کښې چې سپے يا تصوير وي۔ ([1])  * څوک چې هم (د ژوندي) تصوير جوړوي الله پاک به ورله تر هغې پورې عذاب ورکوي تر څو پورې چې په هغه تصوير کښې رُوح وا نه چولے شي او هغه به دې کښې چرته هم رُوح وا نه چولے شي۔ ([2]) (4): د جشنِ وِلادت په خوشحالئ کښې په بعضې ځايونو کښې سندرې غږولے شي داسې کول ګناه ده۔ د دې پہ بارہ کښې 2 روايتونه وړاندې کوو: * سرکارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: ما ته د ډول اود شپيلئ ماتولو حکم شوے دے ([3]) * د حضرت ضَحاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې: سندرې زړه خرابوونکے او الله پاک خفه کوونکے (عمل) دے۔ ([4]) (5): نعتِ پاک بے شکه لګوئ خو په ورو آواز کښې او د دې احتياط سره چې يو عبادت کوونکي، اوده يا مريض وغيره  ته تکليف اونه رسي او د اذان او د لمونځونو د وختونو هم خيال ساتئ۔ (د زنانه په آواز کښې نعت مه لګوئ) (6): په کوڅه يا سړک وغيره کښې داسې سينګار کول، جنډې لګول د کومې نه چې د پيدل تلونکو او ګاډو چلوونکو مسلمانانو ته تکليف نه وي، جائز نه دي (7): د چراغونو دتماشی د پاره د زنانوؤ د نا اشنا سړو منیځ تہ بے پردہ ورتلل حرام او شرمناک عمل دے او د پرده کوونکو زنانوو هم په دې طريقه د نارينوو سره اختِلاط (يعني يو ځائے وتل) ډير افسوسناک کار دے۔ د بجلئ غلا هم جائز نه ده۔ ځکه په دې لړ کښې د بجلئ ورکوونکې ادارې سره رابطه اوکړئ او جائزہ طریقوسرہ د چراغونو روښانه کولو ترتيب جوړ کړئ  (8): د ميلاد په جُلوس کښې ډير کوشش کوئ چې په اوداسه کښې ئيئ، د جَمعې سره د لمونځ کولو د پابندئ خيال ساتئ۔ عاشقانِ رسول د جَمعې لمونځ پريښودو والا نه وي۔ (9): د ميلاد په جُلوس کښې د اَس ګاډئ او اوښ ګاډئ مه راولئ ځکه چې د اَس او اوښ په ميتيازو او خشنو سره د عاشقانِ رسول جامو وغيره د پليتيدو انديښنه وي۔ (10): په جلوس کښې د مکتبۃُ المدینه رسالې ښه ډيرې تقسيم کړئ، د


 

 



[1]... بخاری،کتاب بدء الخلق ،باب اذا وقع الذباب ،صفحہ:845 ، حدیث:3322۔

[2]... تفسیراتِ احمدیہ،پارہ: 21 ،سورۂ لقمان ،تحت الآیۃ: 6 ،صفحہ:587۔

[3]...مسند فِرْدَوس، جلد:1، صفحہ:398، حدیث:1608۔

[4]... تفسیراتِ احمدیہ،پارہ: 21 ،سورۂ لقمان ،تحت الآیۃ: 6 ،صفحہ:587۔