Book Name:Mehfil e Milad Mustafa Ke Barakat
سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم 2 فرامین: 1: ولیمه کوئ که هغه د يوې چيلئ (بيزې) ولې نه وي ([2]) 2: بد خوراک د هغه وليمې دے په کومه کښې چې مالداره راوبللے شي او غريبانان پريښودے شي۔([3])
اے عاشقانِ رَسُول! وليمه کول سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ده * زمونږ آقا، مکي مدني مصطفٰے
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به وليمه کوله * د اُمُّ المُؤمِنِين حضرت صفيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها سره د نِکاح کولو په وخت خوږ آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په وليمه کښې حَرِيسه په خلقو اوخوړله۔ ([4]) د حَرِیْسه وضاحت: د کجورو، کوَچو، چوارو او غوړو جوړ کړے شوي خوراک ته حَرِيسه وئيلے شي، د دې ډير قِسمونه دي او په مختلفو طريقو جوړولے شي۔
* دغه شان د اُمُّ المُؤمِنِين حضرت زينب رَضِىَ اللهُ عَـنْها د نِکاح په وخت رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په وليمه کښې يوه چيلئ (بيزه) ذبح کړه، دا د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم دطرفہ نہ په شوؤ وليمو کښې داد ټولو نه غټه وليمه وه۔ ([5])
د وليمې د دعوت په باره کښې مدني ګل: * وليمه د نارينه د حيثيت مطابق ده، مثلاً که غريب وي نو د خپل حيثيت مطابق دې وليمه اوکړي، مالداره دې د خپل حيثيت مطابق ([6]) * وليمه د واده د شپې نه پس کول سُنَّتِ
[1]...مشکوٰۃ،کتابُ:الْاِیمان،بابُ:الْاِعْتِصَام، جلد:1، صفحہ:55، حدیث:175۔
[2]...بخاری، کتاب:النکاح، باب:الولیمۃ ولو بشاۃ، صفحہ:1329، حدیث:5167۔
[3]...بخاری، کتاب:النکاح، باب:من ترک الدعوۃ، صفحہ:1331، حدیث:5177۔
[4]...بخاری، کتاب:النکاح، باب:الولیمۃ ولو بشاۃ، صفحہ:1330، حدیث:5169۔
[5]...بخاری، کتاب:النکاح، باب:الولیمۃ ولو بشاۃ، صفحہ:1330، حدیث:5168۔
[6]...فتح الباری، کتاب:النکاح، باب:الولیمۃ ولو بشاۃ، جلد:9، صفحہ:293، تحت الحدیث:5167 ۔