Mehfil e Milad Mustafa Ke Barakat

Book Name:Mehfil e Milad Mustafa Ke Barakat

يعني اے موسٰی! زمونږه د خاصو نه یوخاص رحمت هم دے (لکه:پہ اُمّت کښې اَفضَل کيدل، د قيامت په ورځ جنَّت ته د ټولو نه مخکښې تلل وغيره)، دا د خاصو نه خاص رحمت صرف او صرف زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د غلامانو د پاره دے ([1]) نوستاسو په قوم کښې چې کوم بني اسرائيل د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زمانه بيامونځي،نودهغوئي پيروي به کوي (يعني د هغوئي په لاره به روانيږي)، زمونږه د خاصو نه خاص رحمت صرف هغوئي ته ميلاويدے شي۔ ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! اے عاشقانِ رَسُول! اندازه اولګوئ! د الله پاک د خپل محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سره څومره محبَّت دے۔۔۔!! کوهِ طُور دے، د الله پاک نبي حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلام د خپل اُمَّت د پاره رحمت غواړي خو الله پاک فرمائي: اے موسٰی! ستاسو په اُمَّت کښې چې کوم تقویٰ والااو ايمان والا دي زمونږه خاص رحمت به هغوئي ته ميلاويږي، البته زمونږه د خاصو نه خاص رحمت صرف او صرف د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د اُمَّت د پاره دے۔

الله اکبر! حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلام  ئې غواړي، د هغوئي د اُمَّت پرهيزګارانو ته خاص رحمت ورکولے شي او محبوب نبي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم لا دنيا ته تشريف هم نه وو راوړے، د هغوئي اُمَّت بہ هم په سوؤنو کلونه پس پيدا کيدہ، رَبِّ کائنات د هغې نه مخکښې اعلان فرمائي: اے موسٰی! مونږه به د خپل محبوب غلامانو ته صرف خاص رحمت نه ورکوو بلکه د خاصو نه خاص رحمت به ورته هم عطا کوو۔

سُبْحٰنَ اللہ! د اعلٰی حضرت خوږ ورور، مولانا حَسَن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه ښکلي فرمائيلي دي:

کسی کو کسی سے ہوئی ہے نہ ہو گی                                   خُدا کو ہے جتنی محبت کسی کی([3])

وضاحت: لکه څنګه چې د الله پاک ذات او صفتونه بے مثاله دي دغه شان د الله پاک د خپل محبوب سره محبت هم بے مثاله دے چې په کائنات کښې به چا د چا سره داسې محبت نه وي کړے لکه څنګه محبت چې ئې د خوږ آقا، مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سره فرمائيلے دے۔

   خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس دا خبره لا ختمہ نہ،بيان لاجاري دے، الله پاک اوفرمائيل: اے


 

 



[1]... تفسیر  نعیمی،پارہ:9،سورۂ اعراف،تحت الآیۃ:156 ،جلد:9 ،صفحہ:266 ماخوذاً۔

[2]... تفسیر  نعیمی،پارہ:9،سورۂ اعراف،تحت الآیۃ:157 ،جلد:9 ،صفحہ:277 ماخوذاً۔

[3]... ذوقِ نعت ،صفحہ:234۔