Mehfil e Milad Mustafa Ke Barakat

Book Name:Mehfil e Milad Mustafa Ke Barakat

موسٰی! زمونږه د آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم غلامانو ته به د خاصو نه خاص رحمت ميلاويږي، اوس هغه آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم څوک دے؟ د دې په بيان کښې الله پاک د حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلام  د پاره د خپل محبوب نبي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم 9 صفتونه بيان کړل، ارشاد اوشو:

اَلَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الرَّسُوْلَ النَّبِیَّ الْاُمِّیَّ الَّذِیْ یَجِدُوْنَهٗ مَكْتُوْبًا عِنْدَهُمْ فِی التَّوْرٰىةِ وَ الْاِنْجِیْلِ٘-یَاْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ وَ یَنْهٰىهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَ یُحِلُّ لَهُمُ الطَّیِّبٰتِ وَ یُحَرِّمُ عَلَیْهِمُ الْخَبٰٓىٕثَ وَ یَضَعُ عَنْهُمْ اِصْرَهُمْ وَ الْاَغْلٰلَ الَّتِیْ كَانَتْ عَلَیْهِمْؕ-فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِهٖ وَ عَزَّرُوْهُ وَ نَصَرُوْهُ وَ اتَّبَعُوا النُّوْرَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ مَعَهٗۤۙ    اُولٰٓىٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۠(۱۵۷) (پارہ:9 ،سورۂ اعراف:157)

ترجمۀ کنزُ العرفان: هغه کوم چې فرمانبرداري دھغہ چا،کوم چی بغیردلوستلو د غيبو خبرونو ورکوونکے دے کوم چې دوی( اهلِ کتاب) د ځان سره په تورات او انجيل کښې ليکلے بيامونځي، هغه به دوئي ته د نيکئ حکم کوي او دوئي به د بدئ نه منع کوي او د دوئي د پاره به پاک څيزونه حلالوي او ګنده څيزونه به په دوئي باندې حراموي او د دوئي نه به هغه بوج او قيد لرې کوي کوم چې په دوئي باندې وو نو کوم خلق چې په دغه نبي ايمان راوړي او د هغه تعظيم اوکړي او د هغه مدد اوکړي او د هغه نور پيروي اوکړي (يعني په هغه نور پسې روان شي) کوم چې د هغه سره نازل کړے شی نو دغه خلق بہ فلاح (خلاصے) موندونکي وي۔

يعني هغه آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم څوک دے؟ اے موسٰی! (1): هغه اَلرَّسُول (يعني په خاصو کښې خاص) رسول دے، ټولو رسولانو ته رسالت د دوئي په برکت عطا کړے شوے دے (2): اے موسٰی! زمونږه خوږ محبوب اَلنَّبِي يعني د غيبو خبرونه ورکوونکے (په خاصو کښې خاص) نبي هم دے، د هغوئي نه علاوه چې څومره نبيان دي، هغوئي ته د نبوت تاج د دوئي په برکت سره ورعطا کړے شوے دے (3): اے موسٰی! هغه اُمِّي هم دے، يعني دوئي به د اعلی مرتبی والا مور ځوي بہ هم وي، په اُمُّ القریٰ (مکّه مکرمه کښې به تشريف راوړي)، په دنيا کښې به د چا د شاګردئ، د چا د مُريدئ او د چا نه د فيض اخستو داغ د دوئي په لمن باندې نه وي، د دې باوجود به ئې شان دا وي چې د دنيا لوئي لوئي عالمان، لوئي لوئي