Mehfil e Milad Mustafa Ke Barakat

Book Name:Mehfil e Milad Mustafa Ke Barakat

فاضلان، لوئي لوئي فلسفيان به د دوئي شاګردئ ته کړيګي۔([1])  (4): اے موسٰی! زمونږ د محبوب (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ) پاک نوم، د دوئي اعلٰی صفتونه، تر دې پورې چې د دوئي حُليه مبارکه هم په تورات کښې موجوده ده، په انجيل کښې به هم وي، د دوئي نوم، صفتونه، حالات به بني اسرائيلو ته ياد وي (5): دوئي به خلقو ته د ښه خبرو حکم کوي (6): د بدو خبرو نه به منع کوي (7): کوم ښه څيزونه چې په بني اسرائيلو باندې د هغوئي د سرکشئ په وجه حرام کړے شوي وو، زمونږه محبوب به دغه حلالوي (8): کوم څيزونه چې د بني اسرائيلو د پاره پہ عارضي طور حلال کړے شوي دي لکه شراب وغيره، زمونږه محبوب نبي ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ) به دا د هميشه د پاره حرام کړي (9): اے موسٰی! زمونږه محبوب نبي ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ) به د بني اسرائيلو نه بوج لرې کوي يعني هغه سخت شرعي حکمونه کوم چې بني اسرائيلو ته ورکړے شوي وو لکه پليتې (نا پاکه) جامې کټ کول، د کوم اندام نه چې ګناه اوشي، هغه د پریکول او د بدن نه بيلول وغيره، په داسې حکمونو کښې به د خپل اُمَّت د پاره نرمي اوفرمائي۔ الغرض زمونږه محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به د حلّلِ المشکلات(مشکلاتو حل کوونکے، دافع بلِیّات (دآفتونو لرې کوونکے بہ وي)۔

اے موسٰی! بني اسرائيل يا د دنيا يو بل کَس که چرې زمونږه په محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم باندې ايمان راوړي، د هغوئي، د هغوئي د نوم، کار يا د هغوئي سره د نسبت لرونکي هر يو څيز تعظيم (عزّت/احترام) اوکړي، د هغوئي د دين په خپلہ یادمال يا په بله طريقه خِدمت اوکړي، د هغوئي سره د نازل شوي نور (مثلاً قرآنِ کريم يا حديث شريف) پيروي اوکړي (يعني په هغې باندې عمل اوکړي يا ورپسې روان شي) داسې کَس به په دنيا کښې، تر مرګه پورې، په قبر کښې، په حشر کښې هميشه هر قِسمه کاميابي ترلاسه کوي۔ ([2])

   الله! الله! اے عاشقانِ رَسُول! اوس دلته لږ غور اوکړئ! ځائے کوم يو دے؟ کوهِ طُور، د دنيا د ټولو نه په غوره غرونو کښې يوغر، هغه غر په کوم باندې چې الله پاک خپله تجلي نازِله کړله۔ په دې ځائے کښې څه بيانيږي؟ د محبوبِ خُدا، سرورِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نعتونه، د هغوئي اعلٰی صفتونه۔ دا هر څه فرمائيلو والا څوک دے؟ پخپله رَبِّ کائنات، اوريدونکے څوک دے؟ اُولُو العزم نبي، حضرت موسٰی کلیمُ اللہ  عَلَیْهِ السَّلام ۔

گویا چې په کوهِ طُور باندې د ذِکرِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم محفل کيږي، الله پاک د خپل محبوب نعتونه


 

 



[1]... تفسیر  نعیمی،پارہ:9،سورۂ اعراف،تحت الآیۃ:157 ،جلد:9 ،صفحہ:277 ماخوذاً۔

[2]... تفسیر  نعیمی،پارہ:9،سورۂ اعراف،تحت الآیۃ:157 ،جلد:9 ،صفحہ:277 ماخوذاً۔