Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat
ګان چې څومره اوغواړي د غيبو نه ئې خبر کړي۔ لکه څنګه چې په قرآنِ مجيد کښې ارشاد دے:
عٰلِمُ الْغَیْبِ فَلَا یُظْهِرُ عَلٰى غَیْبِهٖۤ اَحَدًاۙ(۲۶) اِلَّا مَنِ ارْتَضٰى مِنْ رَّسُوْلٍ (پارہ:29، سورۂ جن:26-27)
ترجمۀ کنزُ الايمان: د غيبو نه خبر خو په خپل غيبو باندې څوک ھم نه مسلط کوي،سوا د خپلې خوښې درسولانو نه۔
معلومه شوه چې الله پاک د غيبو نه خبر دے او هغه د خپلې خوښې رسولانو ته د غيبو عِلم عطا کوي هم۔ باقې پاتې شو! د مرګ د وخت معلوميدل،نودا خود مور په ګيډه کښې تقدير ليکونکې فرښتې ته هم معلوم وي چې څوک به کله او چرته مړ کيږي۔ آؤ جي! په حديثِ پاک کښې دي: د حضرت ابن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې: خوږ آقا، د مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم اوفرمائيل: په تاسو کښې د هر يو د زيږون ماده د مور په ګيډه کښې 40 ورځې نطفه وي بيا په 40 ورځو کښې چکہ شوې وينه شي بيا په 40 ورځو کښې پوټئ شي بيا الله پاک يوې فرښتې ته 4 خبرې اوکړي او راوليږي نو هغه فرښته د هغه کار، د هغه مرګ، د هغه رزق او بد بخته دے يا نيک بخته هر څه اوليکي بيا په هغه کښې روح واچولے شي نو په هغه ذات مې دې قسم وي د چا نه علاوه چې بل معبود نشته چې په تاسو کښې بعضې د جنتيانو کار کوي تر دې پورې چې د هغه او د جنّت په مينځ کښې صرف يو لاس فاصله پاتې شي چې ناڅاپه ورتہ تقديرليک رامخې ته شي او د دوزخيانو کار اوکړي بيا هم هلته رسي او په تاسو کښې بعضې د دوزخيانو کارونه کوي تر دې پورې چې د هغه او د دوزخ په مينځ کښې صرف يو لاس فاصله پاتې شي چې ناڅاپه ورتہ د تقديرليکل رامخې ته شي او هغه د جنتيانو کار کوي بيا هغې جنت ته داخل شي۔ ([1])
اَللّٰہُمَّ اِنِّیْ اَسْئَلُکَ الْجَنَّۃَ الْفِرْدَوْسَ بِغَیْرِ حِسَاب
الٰہی جہنّم سے آزاد کر دے مَیں فِرْدَوس میں داخلہ مانگتا ہوں
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد