Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat
(2): خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مُوئے (ويښته) مبارک تقسيم کړل، د دې نه دويم مدني ګل دا د زده کولو د پاره ميلاؤ شو چې زمونږه آقا او مولا، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به پخپله دا خبره خوښوله چې اُمَّت د خپل محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مبارک يادونه سنبال اوساتي، د دې نه برکت حاصِل کړي، ځکه ئې په صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان کښې د برکت او يادګار په طور خپل مُوئے (ويښته) مبارک تقسيم کړل۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د دې تبرکاتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم پوره قدر اوکړو، دا ئې سنبال کړل او په ډير اَدَب او حفاظت سره ئې اوساتل، د دې نه ئې برکتونه حاصِلول، بيا د هغوئي نه مُوئے (ويښته) مبارک وروستو راتلونکو ته منتقل شول او بيا دغه مُوئے (ويښته) مبارک د يو نسل نه بل نسل ته منتقل کيدل او اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! نن هم د ډيرو عاشقانِ رسول سره محفوظ دي۔
سُوکھے دھانوں پہ ہمارے بھی کرم ہو جائے
چھائے رحمت کی گھٹا بن کے تمہارے گیسو([1])
مُوئے (ويښته) مبارک ئې په لاسونو کښې واخستل
حضُور جانِ کائنات، فخرِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم يو ځلې د صفا او مروه سعي کوله چې د ګيرې مبارکې نه ئې يو ويښته جدا شو او ښکته ئې تشريف وړلو، حضرت ابو ايوب انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په تادئ سره رامخکښې شو او زمکې ته د رسيدو نه مخکښې ئې ويښته مبارک په خپلو لاسونو کښې اونيولو۔ د مدينې شهنشاه، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم هغوئي ته دعا اوکړه او اوئې فرمائيل: الله پاک دې ستا نه هره نا خوښہ خبره لرې کړي۔ ([2])
صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان د ايمان معيار دي
اے عاشقانِ موئے مبارک! غور اوکړئ، دا هغه صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان دي کوم چې قرآنِ مجيد د ايمان معيار ګرځولي دي۔ ارشاد کيږي: