Book Name:Muye Mubarak Kay Waqiyat
ميلاؤ شوې ده، نه به د قيامت د ورځې پورې چا ته ميلاؤ شي، ستاسو شان خو دا دے چې ستاسو خالِق، الله رُبُّ العزّت ستاسو د ژبې مبارکې نه د وتلو لفظونو، ستاسو د ښار او ستاسو د مبارک ژوند قسمونه کوي۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
مُوئے (ويښته) مُبارک ئې څنګه وو۔۔۔؟
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږه خوږ آقا، د مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم هميشه په سر مبارک باندې ويښته پوره ساتل (يعني چرې هم داسې نه دي شوي چې هغوئي د بعضې ځائے ئې پریی کړی او د بعضې ځائے ئې پريښودي وي، که ساتلي ئې دي نو د ټول سر مبارک ئې ساتلي دي، که خَريلي ئې دي نو د ټول سر مبارک ئې خَريلي دي)، د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مبارک زلفان به کله د غوږونو د نيمې پورې وو، کله د غوږونو د نرمئ (آخِرئ حصې) پورې او بعضې وخت چې به ئې غټ کړل نو د مبارکو اوګو سره به لګيدل۔ د الله پاک د خوږ او آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم مُوئے (ويښته) مبارک نه ډير ګُلګوَتي وو او نه بالکل نيغ بلکه د دې دواړو کيفيتونو په مينځ کښې وو۔ ([1])
گوش تک سنتے تھے فریاد اب آئے تا دوش
کہ بنیں خانہ بدوشوں کو سہارے گیسو([2])
وضاحت: د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زلفې مبارکې به چې کله د غوږونو پورې وې نو په دې کښې اشاره ده چې هغوئي به په مبارکو غوږونو باندې د خپل اُمَّت فريادونه اوريدل او چې کله به ئې مبارکې زُلفې د اوګو پورې شوې نو لکه چې دوئي به وئيل چې اے بے کورو! مه ويريږئ ولی چې دا مبارکې اوګې ستاسو د مرستی او ستاسو د پالنې د پاره کافي دي۔
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د روايتونو نه دا ثابت دي چې زمونږه آقا او مولا، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم هميشه په سر مبارک باندې زُلفې ساتلې دي، د احرام د حالت نه سيوا مبارک ويښته تراشل (کټ) کول يا