Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay
اوليدلو، هغه به هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ژوند کښې په ويخه په غړيدلو سترګو هم ويني۔ ([1])
يو ځلې حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته په خوب کښې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم زيارت نصيب شو، کله چې د خوب نه رابيدار شو نو په حديثِ پاک کښې ئې غور شروع کړو چې زما په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن نصيب شوے دے، اوس د حديثِ پاک مطابق به ما ته په بيدارئ کښې هم ديدن نصيب کيږي، دا څنګه کيدے شي۔۔۔؟ په دې سوچ کښې هغوئي د خپلې ترور بي بي (د مور د اړخه د ترور بي بي) حضرت ميمونه رَضِىَ اللهُ عَـنْها په خِدمت کښې حاضر شو، هغې ته ئې ټوله واقعه بيان کړه، چې دا ئې واوريدل نو حضرت ميمونه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د حضُورِ انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم آئينه مبارکه هغوئي له ورکړه، حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې څنګه په هغه آئينه کښې اوکتل نو هغوئي د خپل مخ د ليدلو په ځائے ئی د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د نورانی مخ اوليدلو۔ ([2])
چاند سے چِہرے کو چمکاتے ہوئے خواب میں کر دو کرم چشمِ کرم([3])
په خوب کښې د مصطفٰے د ديدن کولو مختلف تعبيرونہ
عظيم عاشقِ رسول علّامه يُوسُف بن اسماعيل نبهاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي چې: د کوم خوش قسمته په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن نصيب شي، د هغه سينه فراخہ کیږي، زړه ئې په نور روښانه کیږي او ايمان ئې مضبوطیږي ۔ ([4])
حضرت امام جعفر صادِق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: په خوب کښې د انبيائے کرامو عَلَیْهِ السَّلَام زيارت کول د رحمت، نعمت، عزّت، بزرګئ، دولت، کاميابئ، سَعَادت، استقامت، طاقت او د دواړو جهانونو په خير باندې دليل دے۔ د عِلمِ تعبير ډير لوئي امام حضرت امام اِبنِ سِيرِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: کوم خوش نصيبه په خوب کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ديدن اوکړي * هغه به د ټولو غمونو نه راحت بيامومي * که قرضدارے وي نو د قرض نه به خلاصے بيامومي، * که قيدي وي نو د قيد نه به خلاصے بيامومي * که په ويره کښې وي نو اَمن به