Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay
د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يوه ورځ د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په جدائيئ کښې په غم ځپلي حالت کښې عرض اوکړو: يَا رَسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم! زما مور او پلار په تاسو قربان! تاسو به د کجورې تنې ته ډډه مبارکه وهلې وه او خطبه به مو ارشاد فرمائيله، بيا ستاسو د پاره منبر جوړ کړے شو، چې تاسو په منبر باندې تشريف کيښودو نو د کجورې هغې تنې ستاسو جدائي برداشت نه کړے شوه او هغې فرياد او زاري اوکړه۔ يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم! د هغې تنې په نسبت ستاسو د اُمَّت زيات حق دے چې هغوئي ستاسو په جدائيئ کښې اوښکې توئي کړي۔ ([1])
حضرت زيد بن اَسلم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: يوه شپه د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د عوامو د حال معلومولو دپاره د مدينې په کوڅو کښې ګرځيدو، هغوئي اوکتل چې په يو کور کښې ډيوه بله ده، يوه بوډئ زنانه څرخہ کوی او د دې سره سره د مالِکِ جنّت، قاسِمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ياد کښې نعتونه هم وائي، د هغې شعرونه چې ئې واوريدل نو حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په ياد کښې ډوب شواو په سلګو سلګو ئې اوژړل، ([2]) په بعضې روايتونو کښې دي چې د دې نه پس هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د جدائيئ په غم کښې تر ډيرو ورځو پورې بيمار وو۔ ([3])
د مشهور صحابئ رسول حضرت خالد بن وليد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ معمول مبارک وو چې هغوئي به کله د ټولې ورځې د کارونو نه فارغ شول او په بستره به سملاستل نو د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم او د هغوئي د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان نومونه به ئې اخستل او هغوئي به ئې يادول او په ژړا ژړا کښې به ئې وئيل: زما زړه د دوئي په ياد کښې خفه دے خو آه! د جدائيئ وختونه اوږديږي، هغوئي به په دغه ښکلو يادونو کښې ډوب وو، په سلګو سلګو به ئې ژړل، آخر به هم په دغه حال کښې اوده شولو۔ ([4])
سر ہو چوکھٹ پہ خَم، تاجدارِحرم یہ نِکل جائے دَم، تاجدارِ حرم!
یہ رہا میرا سَر، سینہ قلب و جگر رکھ دو آقا قدم، تاجدارِ حرم!
آئیے خواب میں ، قلبِ بے تاب میں سَروَرِ محترم، تاجدارِ حرم!([5])
کاش! چې زمونږه هم داسې عشق نصيب شي، کاش!