Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

Book Name:Chehra e Mustafa Dekhtay Rahey Gay

اے عاشقانِ رَسُول! وعدہ پوره کول د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم سُنَّت بلکه دانبياؤ سُنَّت دے * زمونږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم به په خپلہ وعدہ کلک ولاړ وو او * وعدہ ماتول به ئې نه خوښولو * د نبوت د اعلان نه مخکښې يو ځل يو کَس هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم ته عرض اوکړو چې: تاسو اودريږئ! زه دا دے اوس راځم، هغه کَس لاړو خو واپس راتلل ترې هير شول، 3 ورځې پس هغه ته بيا راياد شول، چې کله هغه هٰغه ځائے ته اورسيدو نو د دې ليدو سره حيران پاتې شو چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم د 3 ورځو تيريدو باوجود هم په هغه ځائے کښې تشريف فرما وو او مَاشَآءَ اللہ! شفقت او رَحمت او ښه اخلاقو ته ئې اوګورئ! چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم هغه کَس اونه رټلو، نه ورته غصه شو، بس دومره ئې اوفرمائيل: اے انسانه! تا زه په مشقت کښې واچولم۔ الله پاک دې مونږ هم په سُنّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم باندې عمل کوونکي او وعدی پوره کوونکي جوړ کړي۔  

 اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبۃ المدینه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه 16 حصې او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 مخونو رساله 550 سنت او آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنت زده کولو يوه ذريعه د دعوتِ اسلامي مدنی قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔  

سنتیں سیکھنے تین دِن کے لئے                    ہر مہینے چلیں، قافلے میں چلو

الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد