Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati
اوږے پاتې شم، د پاره د دې چې کله اوږے يم نو تاته فرياد اوکړم او تا ياد کړم او چې کله اوخورم نو ستا شکر او حمد بيان کړم۔ ([1])
سلام اُن پر شکم بھر کر کبھی کھانا نہ کھاتے تھے
سلام اُن پر غمِ اُمّت میں جو آنسو بہاتے تھے
الله! الله! اے عاشقانِ رَسُول! غور اوکړئ! چې زمونږه آقا او مولا، د مکې مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته رَبِّ کريم وړانديز اوکړي چې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! که چرې تاسو اوغواړئ نو ستاسو د پاره د مکې غرونه د سرو زرو جوړ کړے شي۔ د دې باوجود د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دنيا نه بے رغبتي صَد مرحبا۔۔۔!! هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سرو زرو د غرونو قبلول خو غټه خبره ده د هرې ورځ د ضرورت خوراک ئې هم طلب نه کړو بلکه عرض ئې اوکړو چې: مولا! زه يوه ورځ اوخورم، بله ورځ اوږے پاتې شم، چې کله اوخورم نو ستا شکر ادا کړم، چې کله اوږے پاتې شم نو تاته ژړا فرياد اوکړم۔
آه! يو مونږ يو، د دُنيا مينې زمونږه په زړونو کښې کور کړے دے، کاش! چې مونږه هم د دنيا په ځائے د آخرت فِکر کوونکي جوړ شو۔
پیچھا مِرا دُنیا کی محبّت سے چُھڑا دے یارَبّ! مجھے دیوانہ مدینے کا بنا دے([2])
په 7 سيپاره، سورۀ اَنعَام ، آيت 32 کښې الله پاک فرمائي:
وَ مَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا لَعِبٌ وَّ لَهْوٌؕ-وَ لَلدَّارُ الْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَؕ-اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ(۳۲) (پارہ:7،سورۂ اَنعام:32)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: او د دنيا ژوند صرف لوبې ټوقې دي او بے شکه د آخِرت والا کور د ويريدونکو د پاره بهتر دے نو آيا تاسو نه پوهيږئ؟
خليفۀ اعلیٰ حضرت مفتي محمد نعيمُ الدِّين مراد آبادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د دې آيت په تفسير کښې څه