Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati
بيانولو نه مخکښې وسيله وړاندې کړې۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې حديثِ پاک نه معلومه شوه چې کله هم د الله پاک په بارګاه کښې دُعا کوئ نو د وَسيلې سره ئې کوئ، دُرُودِ پاک هم يوه وسيله ده، ځکه چې کله هم دُعا غواړئ، نو په اَوَّل او آخِر کښې درودِ پاک لولئ۔ د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د والد صاحب، مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خُلاصه ده چې: د دُعا په اَوَّل او آخِر کښې په نبئ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي په آل او صحابه کرامو عَليهمُ الرّضوَان باندې درود لولئ! ځکه چې درودِ پاک د الله پاک په بارګاه کښې قبول دے او الله پاک د دې نه بَرتَر دے چې اَوَّل او آخِر خو قبول کړي او په مينځ (کښې چې کومه دُعا اوکړے شي) هغه رَدّ کړي۔ ([2])
محبوبِ رَبِّ اکرم! لاکھوں سلام تم پر
لاکھوں درود ہر دَم لاکھوں سلام تم پر([3])
په حديثِ پاک کښې دي: اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ ښه نيت بنده جنت ته بوځي۔([4])
اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ! د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به پوره بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو به بيان اورم * څه چې واورم د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دنيا اورَټَله
د مسلمانانو د وړومبي خليفه، اميرِ المؤمنين حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خلافت د وخت خبره