Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati
فرمائيلي دي، د هغې خلاصه دا ده: نيکئ او عبادتونه اګرچه په دنيا کښې د پاتې کيدو سره کولے شي خو دا د دنيا نه بلکه د آخِرت کارونه دي۔ د دې آيت مبارک نه دا ثابته شوه چې د نيکو بنده ګانو د عملونو نه سيوا په دنيا کښې چې څه هم دي، ټولې لوبې ټوقې دي۔ ([1])
دولتِ دنیا سے بے رغبت مجھے کر دیجئے میری حاجت سے مجھے زائد نہ کرنا مالدار([2])
شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت بانئ دعوتِ اسلامي حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فرمائي: د دنيا د څيزونو 3 قِسمونه دي: (1): د دنيا هغه څيزونه کوم چې په آخرت کښې پکار راځي او د هغې فائده د مرګ نه پس ميلاويږي، داسې څيزونه صرف 2 دي: عِلم او عَمَل (يعني په اِخلاص سره شوے عبادت)۔ د دنيا دا قِسم محمود (يعني ډير غوره) دے۔ (2): د دنيا هغه څيزونه د کومو فائده چې صرف په دنيا کښې ده، په آخِرت کښې د هغې هيڅ فائده نه ميلاويږي، لکه د ګناهونو نه خوند اخستل، د جائِزه څيزونو نه د ضرورت نه زياته فائده اخستل مثلاً جائيداد، سره زر، سپين زر، ښه جامې او ښه ښه خوراکونه وغيره۔ دا د دنيا د غندنې وړ قِسم څيزونو کښې شامل دے۔ (3): د دنيا هغه څيزونه کوم چې په نيکو کښې مرسته کوي، لکه ضروري خوراک، جامې وغيره دا قِسم هم محمود (يعني غوره) دے۔ ([3])
دُنیا کے غموں کی تم لِلّٰہ دَوا دیدو! بُلوا کے غم اپنا دو سرکار مدینے میں([4])
الله پاک دې مونږه د دنيا، د دې د ګناهونو نه د ډک يا فضول عيش او عِشرت نه محفوظ کړي، کاش! چې بَس صرف د الله او د رسول محبت په زړه کښې کور جوړ کړي او مونږه بَس صرف د مدينې يادونه ژړوي، د آخِرت په فِکر کښې ورَک يو، د دنيا نه بَس صرف خپل جائز ضرورتونه پوره کوو او د الله او د رسول د رضا کولو