Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati
موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مدني قاعِده (Madani Qaida) دے۔ په دې ايپلي کيشن کښې پوره مدني قاعده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعني په دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مدني قاعدې په کوم حرف يا په کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، آډيو (Audio) کښې به د هغې تلفظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن په مرسته باندې په آسانئ سره د مدني قاعدې لوستل، د دې مشق (Practice) کولو سره د دې صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي۔ دا ايپلي کيشن په خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي:
مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ
چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
قناعت سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک: (1): چا چې ايمان راوړو، او بقدرِ کفايت رزق ورکړے شو او هغه د الله پاک په ورکړه باندې صبر اوکړو بے شکه هغه کامياب شو ([2]) (2): اے ابو هريره! قناعت اختيار کړه د ټولو نه لوئي شکر ګزاره به جوړ شې۔ ([3])
اے عاشقانِ رَسُول! قناعت سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے۔ د قناعت معنِٰی ده: چې څومره ميلاؤ شي په