Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati

Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati

هغې رضا کيدل، د زياتو خواهش نه کول * زمونږه آقا، مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته چې به څه ميلاويدل په هغې به خوشحاله وو * هغوئي چرې هم په خوارک کښې عيب (نُقص) نه وو راويستلے * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم د خوندورو او ترسکنو خوراکونو خواهش نه وو کړے * رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د مال او دولت خواهش نه لرلو۔

کل جہاں مِلک اور جَو کی روٹی غذا                      اس شکم کی قناعت پہ لاکھوں سلام([1])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې عمل اوکړئ، قناعت اختيار کړئ * قناعت د ايمان کمال او د اسلام حُسن دے * قناعت کوونکے ځان د دنيا نه بچ کوي او د آخِرت په لور ئې روانوي * قناعت کوونکے د الله پاک محبوب دے * د قناعت کوونکي سره خلق هم محبت کوي ([2]) * امامِ شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: قناعت د مالدارئ اَصل دے۔ ([3])   

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبۃ المدینه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه 16 حصې او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 مخونو رساله 550 سنت او آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنت زده کولو يوه ذريعه د دعوتِ اسلامي قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔  

اُلفتِ مصطفےٰ اور خوفِ خُدا                          چاہئے گر تمہیں قافلے میں چلو

عِلْم حاصِل کرو، جَہْل زائِل کرو                       پاؤ گے راحتیں قافلے میں چلو

الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔  اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]...حدائق بخشش، صفحہ:304۔

[2]... نضرۃ النعیم، جلد:8، صفحہ:3175۔

[3]...دیوانِ امام شافعی، صفحہ:133۔