Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati

Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati

آخِرت دے۔

معلومه شوه چې آقائے نعمت، مالِکِ جنّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به آخرت ته په دنيا باندې ترجيح ورکوله۔ کاش! چې مونږه هم دا ذِهن جوړ کړو، که دنيا د لاسونو نه ځي نو لاړه دې شي خو چې په يو حالت کښې هم آخرت د لاسونو نه لاړ نه شي۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الْاٰخِرَةِ نَزِدْ لَهٗ فِیْ حَرْثِهٖۚ-وَ مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الدُّنْیَا نُؤْتِهٖ مِنْهَا وَ مَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ نَّصِیْبٍ(۲۰)  

(پارہ:25،سورۂ شورٰی:20)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: څوک چې د آخرت پَټے غواړي مونږه د هغوئي د پاره د هغوئي پَټے زياتوو او څوک چې د دُنيا پَټے غواړي نو مونږه هغوئي ته د هغې نه څه ورکړو او په آخِرت کښې د هغوئي د پاره هيڅ حصه نشته۔

يعني د چا چې د خپلو عملونو نه د آخِرت نفع (ګټه) مقصد وي، څوک چې د دنيا نه بلکه د آخرت فِکر اوکړي، الله پاک هغوئي ته د نيکو توفيق ورکړي، د هغوئي د پاره د نيکو عملونو لارې برسيره کړي، د هغوئي د نيکو ثواب څو چنده زيات کړي او د هغوئي د آخرت نفع (ګټه) زياته کړي او د چا عمل چې صرف د دنيا د حاصلولو د پاره وي هغوئي په آخرت باندې ايمان نه لري، نو الله پاک هغوئي ته د دنيا نه صرف دومره ورکړي، څومره چې د هغوئي په قسمت کښې وي او د آخرت په نعمتونو کښې د هغوئي هيڅ حصه نه وي ځکه چې هغوئي د آخرت د پاره څه عمل کړے نه دے۔([1])   

حُبِّ دُنیا سے تُو بچا یارَبّ!                   عاشقِ مصطفےٰ بنا یارَبّ!

کاش! لب پر مرے رہے جاری             ذِکْر آٹھوں پہر ترا یارَبّ!

آہ! طغیانیاں گناہوں کی                     پار نَیّا مری لگا یارَبّ!

نفس و شیطان ہو گئے غالِب                 ان   کے  چُنگل   سے   تُو   چُھڑا     یارَبّ!([2])


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:25، سورۂ شورٰی، تحت الآیۃ:20، جلد:9، صفحہ:52بتغیر قلیل۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:79ملتقطاً۔