Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati
پرهيزګارانو د پاره دے او هغوئي به په دې کښې هميشه اوسيږي۔ ([1])
د مسلمانانو څلورم خليفه، حضرت علي المرتضٰی شيرِ خدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: واورئ! بے شکه دنيا مخ اَړَوي او آخِرت راروان دے، د دې دواړو طلبګار دي، تاسو د دې دواړو طلبګار مه جوړيږئ! د آخِرت طلبګار جوړ شئ۔۔۔!! بے شکه نن د عمل ورځ ده، نن حِساب نشته، سبا د عمل وخت نشته، د حِساب ورځ به وي۔ ([2])
حِرْصِ دُنیا نکال دے دِل سے بس رہوں طالِبِ رِضا یارَبّ!
ہائے حُسْنِ عَمَل نہیں پلّے حشر میں میرا ہو گا کیا یارَبّ!
خوف دوزخ کا آہ! رحمت ہو خاکِ طیبہ کا واسطہ یارَبّ!
دِل کا اُجْڑا چمن ہو پھر آباد کوئی ایسی ہَوَا چلا یارَبّ!([3])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ ما اوليدل چې سرورِ ذيشان، د مکې مدينې سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کجورو په چټائي باندې آرام کوي او د هغوئي په ډډه (اړخ) مبارک باندې د چټائي نخښې جوړې شوې دي، ما عرض اوکړو، يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ له اجازت راکړئ! په دې چټائيئ باندې به څه بستره خپروو د پاره د دې چې تاسو په سکون سره آرام اوکړے شئ۔ دا ئې چې واوريدل نو رحمتِ دارَين، مالِکِ کونَين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: زما د دنيا سره څه تعلق۔۔۔؟ زما او د دنيا مثال خو داسې دے لکه چې يو مسافر د سختې ګرمئ په ورځ سفر کوي، هغه وخت هغه د يوې وَنې لاندې کښيني، لږ ساعت