Book Name:2 Khatarnak Bhediya
يو ځل د يو نيک بزرګ په خِدمت کښې عرض اوکړے شو: فلانکے کَس مال جمع کوي. د الله پاک نيک بنده ډيره ښکلې خبره ارشاد کړه، اوئې فرمائيل: هغه مال خو جمع کوي، آيا د هغه مال لګولو د پاره ورځې هم جمع کوي.[1]
دا يو ښکاره حقيقت دے، مال چې تر کله پورې زمونږ سره وي، که خزانے مو ډکې وي، مونږه د کروړونو روپو مالکان يو، دا مال مونږ ته بالکل نفع نشي رارَسَولے، د مال فائده هغه وخت وي کله چې انسان هغه لګوي او د مال لګولو د پاره وخت پکار وي، ژوند پکار وي! چې ساه ګانے روانې وي، نو بيا انسان د مال نه فائده اخستے شي خو معامَله داسې ده چې انسان په مال پسې منډې وهي، په روپئ روپئ مال جمع کوي، د هغه په خزانه کښې مال زياتيږي، بينک بيلنس ئې زياتيږي خو آه! د دې سره سره ژوند کميږي. دلته خزانه ډکيږي، هلته ئې ژوند ختم شي.
سیٹھ جی کو فِکْر تھی کہ اِکْ اِکْ کے دَسْ دَس کیجئے موت آ پہنچی کہ مسٹر جان واپس کیجئے!