2 Khatarnak Bhediya

Book Name:2 Khatarnak Bhediya

د دې آيتونو لاندې په تفسير صراطُ الجنان کښې چې کوم وضاحت شوے دے، د هغې خلاصه څه داسې ده چې هغه کَس کوم چې په حرامه طريقه مال جمع کوي، د خپل مال نه شرعي حقونه نه ادا کوي، په مال جمع کولو کښې داسې مشغوله شي چې آخِرت بيخي هير کړي، داسې کَس آيا دا ګنړي چې هغه به په دُنيا کښې هميشه پاتې وي، آيا د هغه مال به هغه د مرګ نه بچ کړي چې د دې په اعتماد باندې دا د مال په محبت کښې مست وي، نيکو اعمالو طرف ته نه مائله کيږي؟ نه... هيڅ کله به هم داسې نه کيږي بلکه هغه به ضرور ضرور د دوزخ ريز مريز کوونکي طبقے ته غوزارلے شي، چرته چې به اور د هغه هډوکي پوښتئ ماتې کړې او تاسو ته څه پته ده چې هغه ريز مريز کوونکے څيز څه دے؟ هغه د الله پاک بل کړے شوے اور دے کوم چې چرې هم نه مَړ کيږي،  دا اور به د بدن ظاهري حِصّه هم سوزوي او بدن ته دننه د رسيدو سره به زړه هم سوزوي، بيشکه د مال داسې حِرص کوونکي به اور ته غوزار كړے شي او دروازې به ورپسې بندې كړے شي.[1]  الامان والحفیظ! الامان والحفیظ...!!

بھائیو! ہر دم بچو تم حُبِّ جاہ و مال سے         ہر گھڑی چوکس رہو شیطان کی اِس چال سے

مالداروں کی خوشامد میں ہلاکت ہے بڑی        تُو گناہوں میں پڑے گا آئے گی شامت تری

کان دھرکے سُن! نہ بننا تُو حریصِ مال و زَر!       کر قناعت اِختیار اے بھائی تھوڑے رِزق پر[2]


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:30، سورۂ ھمزہ، تحت الآیۃ:2-9، جلد:10، صفحہ:825۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:698۔