2 Khatarnak Bhediya

Book Name:2 Khatarnak Bhediya

محل (آګره، هندوستان) کښې د رائل ګيټ په پَوړو ختلو او د سيلفئ اخستلو کوشش ئې کولو، په دغه وخت د پَوړو نه راپريوتو او د ژوند نه ئې لاس وينځلو * د رُوس دوؤ ځلمو يو ځل لاسي بم (ګرنيډ) په لاسونو کښې راواخستلو او د هغې نه ئې پِن ويستلو او  سيلفي ئې جوړوله، په دغه وخت بَم اوچاؤدو او دواړه مړه شول * د پنډئ (پاکستان) يو هلک د ريلوے په پټړئ باندې ولاړ وو او د روان ريل ګاډي سره ئې د سيلفئ اخستلو کوشش کولو، دغه وخت د ريل ګاډي سره اوجنګيدو او په ټَک مړ شو.

داسې نورې هم ډيرې عبرتناکې واقعې دي * د حج او  عمرې د سَفر په وخت هم د سيلفئ اخستلو شوق لرونکي په خپل شوق پوره کولو ليدلے کيږي * د حجرِ اَسود ښکلولو * د سَعي په وخت * د طواف کولو په وخت * تر دې پورې چې په مدينه منوره کښې د مواجهه شريف (يعني د روضې مبارکې ديوال کوم چې د نُور نه ډک مخ ته بالکل مخامخ دے) د دې سره هم خلق سيلفي اخلي، داسې زَړَوَر هم دي چې د سيلفئ په شوق کښې د مواجهه شريف طرف ته شاه کوي، آه! کاش...!! چې زمونږه دا ذِهن جوړ شي چې د حَرَمَين شريفين سفر د سيلفئ اخستلو د پاره نه د ثواب ګټلو د پاره وي.

بهر حال! د مشهوريدو د پاره خلق پته نه لګي چې د څومره څومره خطرو سره ځان مخامخ کوي، مال لګوي او پته نه لګي چې څه څه کوي. الله پاک