Book Name:2 Khatarnak Bhediya
دې مونږه د مشهوريدو د محبت نه بچ کړي، يقين اوکړئ! د مشهورتيا او د عزَّت محبت ډير نقصان رسوونکے دے.
په سيپاره 20: سورۀ قصص، آيت نمبر 83 کښې الله پاک فرمائي:
تِلْكَ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِیْنَ لَا یُرِیْدُوْنَ عُلُوًّا فِی الْاَرْضِ وَ لَا فَسَادًاؕ- (پارہ:20،سورۂ قصص:83)
(مفهوم) ترجمۂ کَنْز الايمان: دا د آخِرت کور مونږه د هغوئي د پاره کوو څوک چې په زمکه تکبر نه غواړي او نه فساد (غواړي).
يعني د آخِرت کور جنّت د هغوئي د پاره دے څوک چې په دُنيا کښې غلبه او اوچت والے نه غواړي، نه د ګناه کولو سره په زمکه کښې فساد خوروي.[1] د مسلمانانو څلورم خليفه امير المُؤمنين حضرت عَلِـيُّ المُرتضٰی شيرِ خدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: کوم کَس چې دا غواړي چې زما د پيزار (بوټ) تَسمه دې د نورو د تَسمے نه افضله (غوره) وي، هغه هم د دې آيت په حکم کښې داخِل دے.[2]
اَللهُ اکبر! د پيزار (بوټ) تَسمه خو وړه خبره ده دلته خو په هره هره خبره کښې مقابَله کولے شي، زما پيزار دې داسې وي چې خلق ئې اوويني