2 Khatarnak Bhediya

Book Name:2 Khatarnak Bhediya

او واه واه اوکړي، زما جامې دې ښه وي، زما د کور په شان کور دې د چا نه وي، زما د ګهړئ په شان ګهړئ دې د چا نه وي، غرض دا چې په هر څيز کښې مقابَله کولے شي او د دې مقابَلے مقصد ئې صرف او صرف د خپل ځان مشهورتيا، عزَّت وي چې خلق ماته اوګوري، زما څيزونو ته اوګوري نو واه واه به اوکړي.

اے عاشقانِ رَسُول! صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان زمونږه آئيډيل دي، زمونږ د پاره بهترينې نمونے دي، د هغوئي به هم په خپل مينځ کښې مقابلے کيدلې، هغوئي به هم د يو بَل نه د وړاندې تللو کوشش کولو. خو په کومو معاملاتو کښې په نفلي روژو کښې، د الله په لاره کښې په خرچ کولو کښې، په عبادتونو کښې، لکه څنګه چې د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په غزوه تَبوک کښې د کور نيم مال د خيرات کولو د پاره راوړو نو د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل کور ټول سامان راوړو.[1] په صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان کښې به د پلار او ځوي په مينځ کښې په جهاد کښې د شرکت کولو د پاره بحث کيدلو، هر يو به وئيل چې زه په جهاد کښې شرکت کووم ته په کور کښې پاتې شه، تر دې پورې چې معذوره صحابه کرام عَليهمُ الرّضوَان به هم د الله پاک په لاره کښې د شهادت د پاره بے قراره وو.[2] د غريبئ او بے وَسئ په وجه به ئې چې په جهاد کښې شرکت اونکړو نو ژړل به ئې. که يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به د


 

 



[1]... شرح الزرقانی، کتاب المغازی، ثم غزوۃ تبوک ، جلد:4، صفحہ:69۔

[2]...مدارج النبوہ، صحابہ در جنگ احد، جز:2، صفحہ:124۔