Book Name:2 Khatarnak Bhediya
نيمې شپې عبادت کولو نو بل به ټوله شپه، که يو به د قرآنِ پاک دريمه حصه تلاوت کولو نو بَل به د نيم قرآنِ پاک تلاوت كولو.[1]
کاش! مونږه د دُنيا په ځائے د آخِرت طلبګار جوړ شو، که چرې په دُنيا کښې عزَّت ميلاؤ هم شي، مشهورتيا هم نصيب شي خو که د دې په بدله کښې آخِرت لاړ شي نو څه فائده، دلته هر څه فاني دي، د يو څو ورځو دي، آه! د قيامت هغه خطرناکه ورځ...!! مخکښې تير شوي او وروستو راتلونکي ټول (خلق) به حاضِر وي، قهر ته به مخامخ يو، که چرې هغه وخت عمل نامه پرانستے شوه، هغه د ګناهونو ډکه را اوختله نو هغه وخت چې به کوم شرميدل وي، په هغه شرميدو او پښيمانتيا به څه کوؤ...!! آه! هغه وخت به چرته مخ پټوو...!! کاش! چې مونږه د دُنيا نه، بلکه د آخِرت عزَّت خوښولو والا جوړ شو.
په سيپاره 4، سورۀ آلِ عمران، آيت نمبر 188 کښې ارشاد کيږي:
لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ یَفْرَحُوْنَ بِمَاۤ اَتَوْا وَّ یُحِبُّوْنَ اَنْ یُّحْمَدُوْا بِمَا لَمْ یَفْعَلُوْا فَلَا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِّنَ الْعَذَابِۚ-وَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ(۱۸۸) (پارہ:4،سورۂ آلِ عمران:188)
(مفهوم) ترجمۂ کَنْز الايمان: هيڅ کله هم مه ګنړئ هغه کوم چې خوشحاليږي په خپلو کړو باندې او غواړي چې بے د څه کولو د هغوئي تعريف وي داسې (خلق) هيڅ کله د عذاب نه لرې مه ګنړئ او د دوئي د پاره دردناک عذاب دے.