2 Khatarnak Bhediya

Book Name:2 Khatarnak Bhediya

په تفسير صراط الجنان کښې دي: په دې آيت کښې د هغه چا د پاره غندنه ده څوک چې د عزَّت، تعريف او د مشهورتيا حاصلولو په آرمان کښې اخته دے، څوک چې دا غواړي چې خلق په ما مئين وے، هر څوک  دې زما تعريف کوي، ټول خلق دې زما کمالات اومني، ما له په هر ځائے کښې عزَّت راکړے شي، زه عالِم نه يم، خو بيا دې هم ما ته علّامه صاحب اووئيل شي، ما دې د ملک خِدمت کوونکے، د قوم مُحسِن اوګرځوي، خلق دې په اَدَب ما ته سلام اوکړي، زما تَعارُف دې په ښه القاباتو سره وي، داسې کَس له پکار دي چې په خپل زړه باندې غور اوکړي، چې هغه د عزَّت او مشهورتيا د محبت ښکار خو نه دے، که چرې داسې وي نو د دې آيت نه دې سبق حاصِل کړي او فوراً دې د عزت او مشهورتيا د محبت نه د خلاصيدلو کوشش اوکړي. ياد ساتئ! د عِزَّت او مشهورتيا د محبت مريض د آخِرت د انعامونو نه د محرومه کيدو ښکار وي، په دې وجه په زړه کښې منافَقَت زياتيږي، داسې کَس د زړه د نُورانِيَّت نه محرومه کيږي او د هغه په دين کښې خرابي راځي او د دې سره سره داسې کَس د ذِلَّت او رسوائې، د زړه د سکون بربادئ او د اخلاص د دولت نه محرومه کيدو ته هم مخامخ کيدے شي.[1]


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:4، سورۂ آلِ عمران، تحت الآیۃ:188، جلد:2، صفحہ:116-117 بتغیر قلیل ۔