Book Name:2 Khatarnak Bhediya
په آخرت کښې به د عيبونو مشهورتيا کيږي
د حضرت جُندُب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوک چې اورول غواړي، الله پاک به هغه ته واوروي او څوک چې ښودل غواړي، الله پاک به هغه ته اوښائي.[1]
د قرآنِ کريم مشهور مُفَسِّر، حَکِيمُ الاُمَّت حضرت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: يعني کوم خلق چې عبادتونه خلقو ته د ښودلو، اورولو د پاره کوي نو الله پاک به په دُنيا کښې يا په آخِرت کښې د هغه عَمَل په خلقو کښې مشهور کړي خو د عزَّت سره نه بلکه د ذِلَّت سره چې خلق د هغه عمل (په باره کښې) واوري نو په هغه باندې به لعنت اووائي.[2]
د مشهورتيا او عزت محبت دين بربادوي
اے عاشقانِ رَسُول! د عِزّت او مشهورتيا محبت خواهش ډير بد صفت دے، مونږ ته د عزت او مشهورتيا د محبت نه د بچ کيدو حکم راکړے شوے دے، البته! که چرې الله پاک يو کَس له پخپله شهرت ورکړي، د هغه په زړه کښې د شهرت محبت نه وي نو په دې کښې يقيناً چې هيڅ باک نشته، آؤ! داسې کَس له هم پکار دي چې د ځان ښه ګنړلو په آفت کښې هيڅ کله