Book Name:2 Khatarnak Bhediya
هم اخته نه شي بلکه ځان د الله پاک د پَټ تدبير نه ويروي. حضرت بشرِ حافِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه داسې کَس نه پيژنم څوک چې د خپل ځان مشهورتيا غواړي او د هغه دين تباه و برباد (نه وي) او هغه پخپله ذليل او خوار شوے نه وي.[1] الله پاک دې مونږه د عزت او د مشهورتيا د محبت او د مال د محبت او د دې په شان د نورو باطني بيمارو نه بچ کړي. اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره مدني مذاکره
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي په ټوله دُنيا کښې په دين خورولو کښې مصروف دے، د نيک لمُونځ ګزاره جوړيدو، د ظاهري او باطني ګناهونو نه د ځان بچ کولو، د آخِرت فِکر موندلو او د الله او د رسول په محبت باندې د زړه آبادولو د پاره تاسو هم د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمَن اونيسئ! 12 ديني کارونه هم ښه په شوق سره کوئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دُنيا او د آخِرت بيشميره خير به