2 Khatarnak Bhediya

Book Name:2 Khatarnak Bhediya

ايپلي کيشن يو ډير اهم خاصيت دا دے چې په دې کښې د تهري ډِي ويډيوز (3D Videos) په ذريعه د حج او عمرې عملي طريقه هم ښودلے شوې ده. دا موبائل ايپلي کيشن په خپل موبائل کښې انسټال کړئ، د دې نه پخپله هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ.

د ټيلي تهون (د عطياتو د مهم) ترغيب

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي په ټوله دنيا کښې د نيکئ دعوت عام کوونکے ديني تحريک دے۔ د الله پاک په فضل سره * دعوتِ اسلامي د 80 نه په زياتو شعبو کښې ديني فريضې ترسره کوي * دعوتِ اسلامي اوسه پورې په زرګونو جُماتونه، په سوونو فيضانِ مدينه (مدني مرکزونه) جوړ کړي دي * هلکانو او جينکو (Boys & Girls) ماشومانو ته د قرآنِ پاک بيل بيل تعليم ورکولو د پاره اوسه پورې تقريباً 6121 (شپږ زره 121) مدرسۃ المدینه جوړ کړے شوي دي، په کومو کښې چې تقريباً 2 لاکهه 70 زره 112 هلکانو او جينکو ماشومانو ته د قرآنِ کريم د حفظ او ناظرې مفت تعليم ورکولے شي۔ * د نابينا ماشومانو د پاره هم بيل مدرسۃ المدینه جوړ کړے شوي دي۔ د شروع نه تر اوسه پورې تقريباً 4 لاکهه 39 زره 940 ماشومانو د ناظرې او د قرآنِ پاک حفظ مکمل کړے دے * عِلم ته د وَدې ورکولو (د عالِم او عالِمه کورس کولو) د پاره بيلې بيلې جامعۃ المدینه جوړې کړے شوې دي۔ اوسه پورې تقريباً 1309 جامعۃ