Book Name:2 Khatarnak Bhediya
خپله حصه شامِله کړئ! د دين د خدمت د ټولو شعبو د ټولو خرچو د پاره د دعوتِ اسلامي ټرسټ سره مرسته اوکړئ۔ يو يونټ: 10زره روپئ دي۔ څوک چې يو يونټ ورکولے شي، هغوئي دې يو ورکړي، څوک چې 12 ورکولے شي، هغوئي دې 12 ورکړي، د چا چې څومره همت وي، د چا چې څومره وَس وي۔ بهر حال! په ټيلي تهون کښې حِصه ضرور شامِله کړئ! د الله په لار کښې خرچ کول د تقویٰ والوؤ په بنيادي صفتونو کښې دي۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ اَنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ لَا تُلْقُوْا بِاَیْدِیْكُمْ اِلَى التَّهْلُكَةِ (پاره: 2، سورۀ بقره: 195)
ترجمہ کنزُ العرفان: او د الله په لار کښې خرچ کړئ او په خپلو لاسونو ځان په هلاکت کښې مه غورځوئ!
يعني د الله پاک په لاره کښې د خرچ کولو بندولو يا د کمولو سره ځان په هلاکت کښې مه غورځوئ! ([1]) معلومه شوه! چې د الله پاک په لاره کښې په خرچ کولو کښې زمونږه فائده ده۔ که چرې مونږه د دين مالي خدمت پريږدو نو جُماتونه به څنګه جوړيږي؟ لکونه حافظان به څنګه تياريږي؟ په زرګونو عالِمان، د 80 نه زياتې ديني شعبې به څنګه کار کوي؟ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي د دين خدمت کوي، دعوتِ اسلامي جُماتونه جوړ