Book Name:2 Khatarnak Bhediya
چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.[1]
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د عمامې (پټکي) شريف سُنَّتونه او آداب
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: عمامه (پټکے) تړئ ستاسو حِلم به زياتيږي.[2]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * عمامه په ولاړه تړئ او پاجامه په ناسته اغوندئ * چا چې د دې اُلټا عمل اوكړو هغه به په داسې مرض كښې اخته شي چې دوا به ئې نه وي (يعني طبيبانو ته به ئې د دوا علم نه وي) * د عمامې تړلو نه مخکښې ښه ښه نيتونه اوکړئ که يو هم صحيح نِيَّت نه وو نو ثواب به نه ميلاويږي * مناسب دا دي چې د عمامې ول د سر ښې طرف ته لاړ شي.
* د الله پاك آخري رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مباركې عمامې شمله به عام طور د (مباركې ملا) په شا وه، كله كله به ښي طرف ته، كله به د دواړو اوګو تر مينځه دوه شملے وے * كينړ (يعني ګڅ) طرف ته شمله زوړندول خِلافِ سُنَّت دي * د عمامے د شملے مقدار كم نه كم څلور ګوتے او زياتو نه زيات (د ملا د نيمې پورې تقريباً) يو لاس (د لاس مينځنئ ګوتې د