2 Khatarnak Bhediya

Book Name:2 Khatarnak Bhediya

به ئې لمُونځونه هم کول او دا دومره پوخ لمُونځ ګزاره پرهيزګاره وو چې حکيم الاُمَّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ده به د شپې او ورځې (زياته حِصه) په مسجدِ نبوي شريف کښې تيروله، تر دې پورې چې د هغه لقب حَمَّامَۃُ الْمَسْجِد (يعني د جُمات کونتره) شوے وو.[1]

دا کَس په معاشي لحاظ سره ډير غريب وو، په تفسيرِ صراطُ الجنان کښې دي: دې کَس رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم ته خواست اوکړو چې زما د پاره د مالداره کيدو دُعا اوفرمائې. خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: لږ مال د کوم چې ته شکر ادا کړے شې، د هغه زيات مال نه غوره دے، د کوم چې ته شکر ادا نه کړے شې. هغه بيا حاضر شو او هم دغه خواست ئې اوکړو او اوئې وئيل: په هغه (ذات) مې دې قسم وي چا چې ته رښتينے نبـي راليږلے ئې چې که چرې هغه ما له مال راکړو نو زه به د هر حق والا حق ادا کووم. سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا اوفرمائيله، نو هم داسې الله پاک د هغه په چيلو (بيزو) کښې برکت عطا کړو او دومره ډيرې شوې چې په مدينۀ منوره کښې د هغې ځائے نه وو، نو هم دغه شان هغه لالچي کَس د چيلو سره ځنګل ته لاړو او د جُمعے او د جَمعې لمُونځ ته د حاضرئ نه هم محرومه شو. رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه د حال پوښتنه اوکړه؟ نو صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو چې د هغه مال ډير زيات شوے دے او اوس په ځنګل کښې هم د هغه مال نه ځائے کيږي. خوږ آقا، مدنې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په هغه باندې افسوس...!!


 

 



[1]...تفسیر نعیمی، پارہ:10، سورۂ توبہ، تحت الآیۃ:75-76، جلد:10، صفحہ:482۔