2 Khatarnak Bhediya

Book Name:2 Khatarnak Bhediya

بيا چې کله خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زکوٰة حاصلولو والا اوليږلو نو خلقو هغوئي له خپلې خپلې صدقې ورکړې، چې کله هغه لالچي کَس له دوئي لاړل او صدقه ئې اوغوښتله نو هغه اووئيل: دا خو ټيکس شو، لاړ شئ! زه وړومبے سوچ اوکړم. چې کله دا خلق د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې بيرته حاضر شول نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د څه عرض کولو نه مخکښې دوه ځله اوفرمائيل: په هغه (لالچي کَس) باندې افسوس...!! د هغې نه پس دا آيت نازِل شو[1] :

وَ مِنْهُمْ مَّنْ عٰهَدَ اللّٰهَ لَىٕنْ اٰتٰىنَا مِنْ فَضْلِهٖ لَنَصَّدَّقَنَّ وَ لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ(۷۵) فَلَمَّاۤ اٰتٰىهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ بَخِلُوْا بِهٖ وَ تَوَلَّوْا وَّ هُمْ مُّعْرِضُوْنَ(۷۶) (پارہ:10،سورۂ توبہ:75،-76)

(مفهوم) ترجمۂ کَنْز العِرْفان: او په دې کښې څه بعضې هغه دي كومو چې د الله سره لوظ کړے دے چې كه الله مونږ له د خپل فضل نه راکړي نو مونږه به ضرور صدقه ورکوو او ضرور به د صالحانو نه شو، بيا چې کله الله هغوئي ته د خپل فضل نه عطا کړه نو په هغې کښې ئې بُخل اوكړو او مخ ئې واړولو او واوړيدل.

      الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا دے د مال د محبت نقصان...!! رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه لالچي منافق پوهه کړو چې هغه لږ مال د کوم چې ته شکر ادا کړے شې، د هغه زيات مال نه بهتر دے، د کوم چې ته شکر ادا نه کړے شې. خو هغه په يوه خبره هم پوهه نه شو، هغه د دُنيا مال خوښ کړو، آه! هغه کَس چا چې به د شپې او ورځې زياته حِصَّه


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:10، سورۂ توبہ، تحت الآیۃ:75-76، جلد:4، صفحہ: 186۔