Book Name:2 Khatarnak Bhediya
په جمات کښې تيروله، هغه کَس چاته چې به حَمَّامَۃُ الْمَسْجِد (يعني د جُمات کونتره) وئيلے شوه، د مال محبت د هغه په زړه راخور شو، د هغه د زړه نه د ايمان نور مړ شو او د هغه په زړه کښې د منافقت اور بَل شو...!! الله پاک فرمائي:
فَاَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلٰى یَوْمِ یَلْقَوْنَهٗ (پارہ:10،سورۂ توبه: 77)
(مفهوم) ترجمۂ کَنْز الايمان: نو الله د انجام په طور د هغې ورځې پورې د هغوئي په زړونو کښې منافَقت واچولو په کومه ورځ چې به هغوئي د هغه سره ميلاويږي.
يعني د مال د محبت په وجه باندې هغه منافق کنجوسي اوکړه، د زکوٰة ورکولو نه ئې انکار اوکړو، هغه وعده کړي وه چې رَبِّ کريم که ما له مال راکړي نو زه به د هغې حقونه ادا کووم، هغه وعده ماته کړه، د الله او د رسول د حکم نه ئې مخ واړولو نو هغه ته سزا ميلاؤ شوه چې د هغه په زړه کښې منافقت کور اوکړو.[1]
د دې آيت مبارک لاندې په تفسير صراطُ الجنان کښې دي: د هغه منافق عمل چې مخے ته کيږدو او مونږه په خپلو حالاتو غور اوکړو، په مونږه