Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپله مدرسه کښې د ازميښت په موضوع بيان اوفرمائيلو، په هغې کښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: که چرې په تاسو کښې د چا ځوي د کافِرانو سره قيدي وي نو آيا تاسو به د هغه د را آزادولو کوشش نه کوئ؟ يو عارِف (يعني د الله پاک پيژندګلو لرونکے کامِل مسلمان) هم داسې وي، ټول مخلوق د هغوئي د پاره د اَولاد په شان دے او هغوئي د دوئي د نفس او د شيطان د قيد نه د آزادولو کوشش کوي.[1]

سُبْحٰنَ اللّٰہ! څومره ښکلے کلام دے...!! په دې کښې خو اَوَّل د استاذانو د پاره دَرس دے، استاذ له پکار دي چې د خپل شاګرد سره نرمي اوکړي، هغه خپل ځوي اوګنړي او لکه څنګه چې ئې خپل ځوي د کافِر په قيد کښې وي او خطره وي چې کافِران زما ځوي مَړ نه کړي، څومره محنت چې د خپل ځوي د را آزادولو د پاره کوي، داسې محنت، خواري او په شوق سره خپل شاګرد د جهالت د تيَرو نه د راويستلو د پاره هم اوکړي.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي ډيرې تعليمي ادارے دي، په مدرسۃ المدینه کښې د حفظ او ناظرے تعليم ورکولے شي، په جامعۃ المدینه کښې درسِ نظامي (يعني عالِم کورس) کولے شي، دغه شان دار المَدينه اسلامک سکول سسټم هم دے، د الله پاک فضل دے، د دعوتِ اسلامي په دې ادارو کښې داسې استاذان هم دي کوم چې د تهجدو په


 

 



[1]...الفتح الربانی،المجلس الثالث والخمسون، صفحہ:202۔