Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

وخت پاڅي او د رَبِّ کريم په بارګاه کښې ژاړي او د خپلو شاګردانو خير غواړي، که يو طالبِ عِلم کمزوري ذهن والا دے، په لوستلو کښې کمزورے دے، د هغه د کاميابئ د پاره دُعاګانے کوي، داسې استاذان هم دي، کومو ته چې د خپل ټول کلاس د طالبِ علمانو نومونه په يادو ياد دي او هغوئي د هر يو نوم اخستلو سره د الله پاک په بارګاه کښې د هغوئي د پاره دعاګانے کوي، طالبِ علمان د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په ذريعه د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه غلامان جوړوي، طالبِ علمانو له ترغيب ورکوي او د 12 ديني کارونو په ذريعه ئې د اُمَّت د اِصلاح په عظيم کار کښې لګوي، الله پاک دې د دغه استاذانو د خپلو شاګردانو سره دا خيرخواهي قبوله کړي.

ياد ساتئ! د حُضُورِ غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا فرمان صِرف د استاذانو د پاره نه دے، هغوئي اوفرمائيل: عارِفِ کامِل د ټولو مخلوقاتو (د ټولې دُنيا د خلقو) د نفس او شيطان د لاسونو نه د آزادولو د پاره کوشش کوي.

       کاش! چې زمونږه هم دا جذبه نصيب شي، مونږه هم د خپلو مسلمانانو ورونړو خير خواه جوړ شو، مونږه پخپله هم د نفس و شيطان د چالونو نه ځان بچ کړو، پخپله هم نيک کارونه اوکړو، د ګناهونو نه بچ شو او نورو له هم د نيکئ دعوت ورکوو.