Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

دې د اندازې لګولو د پاره د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ايمان تازه کوونکے فرمان واورئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دې فرمان اوريدلو سره به د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عاشقانو زړونه د خوشحالئ نه په هوا شي.

په 546 سنِ هجرئ کښې د رَجَبُ المُرجَّب مياشت وه، د جُمعې په ورځ حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپله مدرسه کښې د توحيد په موضوع اوګږد بيان اوفرمائيلو، د بيان په آخِر کښې د خبرو راغونډولو سره ئې اوفرمائيل: اے خلقو! زه ستاسو طرف ته صِرف او صِرف د الله پاک د رضا د پاره مُتَوَجِّه کيږم، زما په زړه کښې ستاسو د پاره داسې رحمدلي او شفقت دے چې که چرې داسې کيدے شوے نو زه به ستاسو په ځائے ستاسو د هر يو قبر ته پخپله کوزيدم او ستاسو د طرف نه به مې نَکِيرَين ته جواب هم پخپله ورکولو...!![1]  

قلبِ مُردہ کو بھی ٹھوکر سے جِلا دو مُرشِد          تم نے ٹھوکر سے ہے مُردوں کو جِلایا یاغوث!

آفتوں  میں  ہوں گرفتار،  مدد  کو  آؤ               آہ! دُنیا  کے غموں  نے  ہے ستایا یاغوث!

میں جہنّم میں نہ اب جاؤں گا اِنْ شَآءَ اللہ          رہنما تم کو جو مَیں نے ہے بنایا یاغوث!

اَللهُ اکبر! اے عاشقانِ رَسُول! غور اوکړئ! دا څومره خيرخواهي ده! دا څومره عظيمه جذبه ده...!! د قبر وړومبئ شپه څومره ډيره سخته شپه وي، مَړے په غمونو كښې راګير وي، د دُنيا د لاسه د تللو غم، د اولاد د جدائې غم، بيا د رُوح د وَتَلو تكليف، د قبر ويره، تياره، يواځې پاتې کيدل، بيا د


 

 



[1]...الفتح الربانی، صفحہ:318۔