Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

دې سره فرښتې د قبر ديوالونه اوشلوي او راشي، د مَړي نه سوالونه کوي.

په دې دُنيا کښې زمونږه ډير دوستان دي، خپلوان دي، څوک خو بَس د خپل مطلبه پورې وي او کوم وفادار چې ټول ژوند وفا هم کوي نو صِرف د قبر د غاړې پورې، کيدے شي چې خپل پلار هم د خپل ځوي د پاره داسې خواهش اونکړي چې ځويه...!! زه غواړم چې، ستا په ځائے ستا په قبر کښې، زه څملم او ستا د طرف نه د نَکِيرَين جوابونه ورکړم. دا د پيرانو  پير، پير دستګير، شهبازِ لامکاني، محبوبِ سبحاني، سيدنا شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے كوم چې فرمائي: اے زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيانو! زما خواهش خو دا دے چې په تاسو کښې څوک هم د قبر د ويرې او يواځي کيدو سره مخامخ نه شي، په تاسو کښې د چا قبر هم د دوزخ کنده جوړه نه شي، زه پخپله ستاسو قبر ته کوز شم او ستاسو د طرف نه د نَکِيرَين د سوالونو جوابونه هم پخپله ورکړم چې ستاسو قبر د جنّت د باغونو نه يو باغ جوړ شي او تاسو خلاصے بيامومئ...!!

ایمان اس کا بچ گیا شیطان سے، جو تیرے ہے  سلسلے  میں  آ گیا  بغداد  والے مرشد[1]

الله پاک دې په حُضور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په کروړونو رحمتونه نازِل کړي. کاش! مونږه هم د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کامِل مُريدان جوړ شو.


 

 



[1]...وسائلِ بخشش، صفحہ:546۔