Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارُف

شهنشاهِ بغداد، حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! ډيره مشهور و معروف شخصيت دے * د هغوئي نوم مبارک: عبد القادِر او کُنيت: ابو محمد دے * مُحْیُ الدِّین (يعني د دين ژوندي کوونکے) او غَوْثُ الثَّقَلین (يعني د پيريانو او انسانانو غوث، مدد کوونکے) د هغوئي مشهور اَلقابات دي.    

تُو ہے وہ غَوْث کہ ہر غوث ہے شیدا تیرا       تُو ہے وہ غَیْث کہ ہر غیث ہے پیاسا تیرا

وضاحت: يعني اے زمونږه خوږه غوثِ پاکه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! تاسو هغه غوث ئې چې هر غوث ستاسو عاشِق دے، تاسو د باران هغه نايابه اوبه ئې چې پخپله باران هم د دې تږے دے.

     * حُضور غوثِ پاك شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 470 هجرئ په جيلان کښې پيدا شو * 91 کاله ئې په دې دُنيا کښې ژوند تير کړو * په 561 هجرئ کښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې دُنيا نه پرده اوفرمائيله [1] * هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وَليانو وَلي دے، د پيرانو پير دے، پير دستګير، روشن ضمير، سلطانُ الاولياء دے * څنګه چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په وِلايَت کښې ډيره لويه مرتبه لري * دغه شان په عِلم کښې هم د اوچت مقام مالِک دے * هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د خپلې زمانے د ټولو نه لوئے مفتي وو * باقاعده طور به ئې فتوے هم ليکلې * او په مدرسه کښې به ئې سبق هم ښودلو.


 

 



[1]...غوث پاک کے حالات، صفحہ:15بتغیر قلیل۔