Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُحيُ الدِّين دے

 خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د 5 صدئ هجرئ يعني په کوم دور کښې چې حُضور غوثِ پاك شيخ عبدُ القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دُنيا ته تشريف راوړو، هغه وخت مسلمانان په ډيرو ازميښتونو كښې اخته وو، د مسلمانانو په عقيدو او نظريو باندې حملے کيدلے، بدمذهبـي خوريدله، د مسلمانانو اَخلاق و کردار زخمي کيدل، کافرانو سازشونه جوړول، په اُندلُس (موجوده سپين) کښې د مسلمانانو حکومت په ختميدو وو، په مِصر کافرانو قبضه کړي وه او په عراق کښې د حَسَن صبّا (نومې مُنافق او ډير چالاکه کَس) تنظيم قتلونه او لوټ مار شروع کړے وو او بغداد شريف کوم چې هغه وخت دار الخلافه وه، د هغه ځائے حالات داسې وو چې وئيلے شوي وو:

قَارُوْنُ        لَوْ      حَلَّ     بِہَا                                                                                                                                جَازَتْ    عَلَیْہِ    الصَّدَقَۃُ

يعني که د قارُون په شان ډير مالداره کَس هم که چرې په بغداد کښې اوسيدل شروع کړي نو (د هغه ځائے د حالاتو، ګرانئ او خرچو په وجه به دومره کنګال شي چې) په هغه به هم زکوٰة کيږي. 

      حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په داسې نازک حالاتو کښې د دين خِدمت اوکړو، د مسلمانانو ډوبه شوې کشتئ راويستلو کښې ئې مرسته اوکړه، د دين اصلي تعليمات ئې ژوندي کړل او د مسلمانانو اخلاق و کردار ئې د قرآن و سُنت او د ديني تعليماتو د نور نه ډک کړل. د هغؤئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې خدماتو