Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

په وجه هغوئي ته مُحْیُ الدِّیْن (يعني دين ژوندے کوونکے) وئيلے شي.

واہ کیا مرتبہ اے غوث ہے بالا تیرا        اُونچے اُونچوں کے سَروں سے قدَم اعلیٰ تیرا

تُو حُسینی حَسَنی کیوں نہ مُحْیُ الدِّیْں ہو         اے  خِضَر  مَجْمَعِ    بَحْرَیْن   ہے چشمہ  تیرا

د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ايمان تازه کوونکي بيانونه

حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دين د خِدمت د پاره د درس او د بيانونو شعبه اختيار کړه، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به په خپله مدرسه کښې باقاعده طور عِلمِ دين ښودلو * حُضور غوثِ پاك شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په هفته کښې 3 ورځے بيان فرمائيلو * ابراهيم بن سعد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د عالِمَانو والا جامې اغوستلے او په اوچت ځائے (مثلاً په منبر وغيره باندې) به کښناستلو او بيان به ئې کولو * حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: اول اول به زما سره دوه يا درې کَسان کښيناستل، بيا په مزه مزه خلق ګنړيدل، خلق به د لرې لرې علاقو نه په اَسونو، قَچَرو او اوښانو وغيره باندې د بيان اوريدلو د پاره راتلل، هغه وخت به تقريباً د 70 زرو کَسانو اجتماع کيدله (وروستو بيا د دې اجتماع شمير نور هم زيات شوے وو).[1]

 * د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شهزاده حضرت عبدُ الوهاب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه محفل ته به لوئے لوئے عالِمَان او مشائخ


 

 



[1]...بهجة الاسرار، صفحہ:177۔