Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

ثواب ميلاويږي، حُضُور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه درود شريف اوليکلو او هغه به ئې لوستلو، وروسته يوه ورځ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته په خوب کښې د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د هغه درود شريف په باره کښې پوښتنه اوکړه: (چې واقعي د هغه درود شريف په لوستلو د 50 زره دُرود شريف ثواب ميلاويږي؟) سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: نه، د هغه درود شريف په لوستلو 50 زره نه بلکه د 70 زره درود شريف ثواب ميلاويږي.[1]

سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاک د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اُمَّت باندې کرم ته اوګورئ! کوم بنده چې يو ځل درود شريف اولولي، د رواياتو مطابق هغه ته 10 نيکئ ميلاؤيږي، 10 ګناهونه ئې معاف کيږي او 10 درجے ئې اوچتيږي.[2]  دا کرم څومره عظيم دے چې يو ځل د درود شريف په لوستلو دومره ثواب ميلاويږي، بيا په دې باندې نور کرم دا دے چې ډير داسې درودونه مبارک دي، کوم چې صِرف يو ځل اولولې نو صِرف د يو درود شريف نه بلکه د زرګونو درود مبارکو ثواب ميلاويږي، په کتابونو کښې داسې ډير درودونه مبارک ليکلے شوي دي، د


 

 



[1]...سعادۃ الدارین، صفحہ:256۔

[2]...سنن الکبری امام نسائی، کتاب صفۃ الصلاۃ، جلد:1، صفحہ:385، حدیث:1220۔