Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

اوکړم. غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورله اجازت ورکړو، چې کله محفل راجوړ شو، خلق راجمع شول، شيخ عبد الوهاب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: ما بيان شروع کړو، والدِ محترم حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم تشريف فرما وو، ما ډيرې عِلمي نُکتې بيان کړې، په خپل طور مې ډير اعلٰـى خطاب اوکړو خو عجيبه خبره وه، په دومره اعلٰـى علمي خبرو اوريدو هم د چا زړه نرم نه شو، نه د چا د سترګو نه اوښکې روانې شوې.

خير! ما خپل بيان پوره کړو، اوس والدِ محترم حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په منبر باندې تشريف کيښودو، هغوئي بيان شروع کړو، هغوئي صرف دومره اووئيل: کُنْتُ صَائِمًا اَمْسِ پرون ما روژه نيولې وه.

د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په دې دومره الفاظو کښې داسې د کمال نه ډك اثر وو چې ټول خلق په ژړا شول، عجيبه رُوحاني کيفيت خور شو، زه ډير حيرانه ووم، ما لوئے لوئے تحقيقات وړاندې کړل، په خلقو باندې د هغې هيڅ اثر اونشو، والد صاحب بَس دومره اووئيل چې پرون ما روژه نيولې وه او د محفل رنګ ئې بدل کړو، آخِر په دې کښې راز څه دے؟ فرمائي: والدِ محترم زما حيرانتيا لرې کړه او اوئې فرمائيل: ځويه! تا د خپل طرف نه تقرير کولو، تا خپل مافِي الضمير بيانولو خو زه د خپل ځان نه نه وايم بلکه وَ عِزَّۃِ الْعَزِیْزِ مَا تَکَلَّمْتُ حَتّیٰ قِیْلَ لِیْ بِحَقِّی عَلَیْکَ تَکَلَّمْ یُسْمَعُ مِنْکَ په الله رَبُّ العِزّت مې دې قسم وي! زه په خپله خوښه څه نه وايم تر دې پورې چې ماته وئيلے