Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

شي: اے عبد القادِر! په تا باندې چې زمونږه څه حق دے، د هغه حق په وجه خبرې اوکړه! ستا خبرې به اوريدلے شي. [1]  

سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! څومره ښکلے شان دے د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ...!! د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بيان کښې به څومره اِخلاص او څومره لِلّهيت وو، يو خوا لوئے لوئے علمي تحقيقات بيانيږي، د كمال علمي نکتے بيانيږي خو خلق نه ژاړي، نه د محفل رنګ بدليږي، حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بس صرف دومره وائي: ما پرون روژه نيولې وه. او د محفل رنګ بدليږي، د خلقو زړونه نرميږي، خلق ژاړي، ولې؟ آخر راز څه دے؟ راز هم دا دے چې غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله هيڅ نه وائي بلکه د الله پاک په حکم باندې عمل کوي، د هغه د رضا د پاره بيان کوي، رَبِّ کريم! د اِلهام په ذريعه هغوئي ته حکم کوي: اے عبد القادر! اووايه...!! بيان اوکړه! ستا بيان به اوريدلے شي. سُبْحٰنَ اللّٰہ! هر مسلمان اندازه لګولے شي چې کله د اخلاص نه ډك کمال سره بيان اوکړے شي نو د دې بيان به څومره اثر وي، داسې بيان به د څومره خلقو په زړونو اثر کوي او ژوند به ورله بدلوي.

هم دا وجه ده چې د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بيان کښې به کوم خوش قِسمته شرکت کولو، د هغه ژوند به جوړيدلو. چا څه ښکلي وئيلي دي!!

جس کا عمل ہو بے غرض      اس کی جزا  کچھ اور ہے


 

 



[1]...طلوعِ غوثِ اعظم، صفحہ:294بتغیر قلیل ۔