Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د عقيدې مسئله حل شوه

امام ذهبـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: شيخ ابو بکر عِماد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وخت مبارک يو عالِم وو، هغوئي فرمائي: ما به عِلمِ عقائد لوستلو، يو ځل داسې اوشول چې د يوې اسلامي عقيدې په باره كښې زما په زړه کښې شک شو، (قرآن و حديث يو څه وئيل، عقل څه بل څه وئيل، دماغو کار نه کولو، ډيره پريشاني وه، ما په بے اطمينانئ او د شک په حالت کښې ورځ تيروله) په دغه وخت کښې د حضور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مدرسے په خوا تيريدم، ما اوريدلي وو چې غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د زړه په خبرو پوهيږي، زه مدرسے ته لاړم، حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان فرمائيلو، زه ئې چې اوليدم نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د خپل بيان موضوع بدله کړه او هغه مسئله په کومه چې زه نه پوهيدم، د کومې عقيدې په باره کښې چې زه په شک کښې ووم، غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيه.٩٨ د هغې مسئلې حل راکړو او اوئې فرمائيل: اِعْتِقَادُنَا اِعْتِقَادُ السَّلْفِ الصَّالِحِ و َ الصَّحَابَۃِ مونږه هم هغه عقيده ساتو کومه چې زمونږه د بزرګانو او صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان وه (يعني د عقيدو په معامله کښې مونږه د عقل نه کار نه اخلو، بَس څه چې الله او د هغه رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي، مونږه په هغې سترګې پټوو، کومه عقيده چې د اَئِمّۀ کرامو وه، د بزرګانِ دين او د صحابۀ