Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

کرامو عَليهمُ الرّضوَان وه، مونږه هم هغه عقيده لرو)

ابوبکر عماد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما ګمان وو چې غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هسې اتفاقاً دا جمله فرمائيلې ده، هغوئي ته زما د زړه حال معلوم نه دے. غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيا زما طرف ته متوجه شو او دا ځل ئې زما طرف ته اوکتل او اوئې فرمائيل: اِعْتِقَادُنَا اِعْتِقَادُ السَّلْفِ الصَّالِحِ و َ الصَّحَابَۃِ  زمونږه عقيده هم هغه ده کومه چې د بزرګانِ دين او د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان وه.

ابوبکر عِماد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې: اوس هم زما يقين رانغلو، زما خيال وو چې بيان کوونکے ښي او ګَس اړخ ته كتل کوي، په دې انداز کښې د هغوئي نظر په ما پريوتو ګنې هغوئي ته زما د زړه د حال څه پته لګي. غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دريم ځل زما طرف ته متوجه شو او زما نوم ئې واخِستلو او اوئې فرمائيل: یَا اَبَابَکْرٍ اِعْتِقَادُنَا اِعْتِقَادُ السَّلْفِ الصَّالِحِ وَ الصَّحَابَۃِ اے ابو بکر! زمونږه عقيده هم هغه ده کومه چې زمونږه د بزرګانِ دين او د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ده.

په دې ځل چې غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما نوم واخستلو، د کوم نه چې پته لګيدله چې هغوئي واقعي زما شک لرې کوي، ماته راښائي، البته غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې سره يو بل دليل راکړو، زما د زړه يوه بله پريشاني ئې ختمه کړه، زما والد صاحب د ډيرو ورځو نه کور ته نه وو راغلے، زړه مې پريشانه وو، بے قراري وه، حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  زما نوم واخستلو او