Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

اوئې فرمائيل: قُمْ قَدْ جَاءَ اَبُوْکَ اے ابوبکر! پاڅه...!! (لاړ شه! اوګوره...!!) ستا والد صاحب کور ته راغلے دے.

(لکه چې غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائيل، اے ابو بکر! ته دا ګنړې چې ماته ستا د زړه د حال پته نشته، ماته خو ستا د زړه د حال هم پته ده او ستا د کور د حالاتو نه هم خبر يم) شيخ ابو بکر عماد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا فرمان مې چې واوريدلو نو پاڅيدم او په تادئ کور ته اورسيدم، چې اومې کتل نو واقعي زما والد صاحب کور ته راغلے وو.[1]  

جو کوئی تِیرہ  بخت یہاں  ہو گیا  ہے  حاضر     روشن  نصیبہ  پا  گیا  بغداد  والے  مرشد[2]

وضاحت: کوم بدنصيبه چې ستاسو دربار ته حاضِر شو تاسو د هغه بخت رابيدار کړو.

اے عاشقانِ رَسُول! تاسو اوکتل! د حُضور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيانونه به څومره انقلابي وو، خلقو چې به د هغوئي بيان واوريدلو نو ډير به متاثره کيدل، د هغوئي په زړونو کښې به د عشقِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيوې بليدلې، په زړه کښې به د الله پاک ويره پيدا کيدله، خلقو چې به د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان واوريدلو نو په خپلو ګناهونو باندې به پښيمانه کيدل او توبه به ئې کوله او نيک انسانان به جوړيدل.

راځئ! د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې انقلابي بيانونو نه د عِلم


 

 



[1]...سیر اعلام النبلاء، جلد:20، صفحہ:442۔

[2]...وسائلِ بخشش، صفحہ:545۔