Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

او حکمت او د نصيحت د مدني ګلونو اوريدلو سعادت حاصلوو:

ژوند غنيمت اوګنړئ...!

په 10 شَوَالُ المُکرم، 545 هجرئ، د اتوار ورځ وه، د سحر په وخت حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپله مدرسه کښې د توبے په موضوع بيان اوفرمائيلو. د دې بيان شروع هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو حديثِ پاک نه اوکړه، اوئې فرمائيل: د الله پاک د نبي رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان دے: مَنْ فُتِحَ لَہٗ بَابٌ مِّنْ خَیْرٍ د چا د پاره چې د خير دروازه بيرته کړے شي، فَلْیَنْتَہِزْہُ نو هغه له پکار دي چې په مَنډه هغه دروازې ته ورننوځي فَاِنَّہٗ لَا یَدْرِیْ مَتٰی یُغْلَقُ عَلَیْہِ ځکه چې هغه ته دا پته نشته چې دا دروازه به د هغه د پاره کله بندولے شي.[1]

      د دې حديثِ پاک بيانولو نه پس حُضور غوثِ پاك شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: اے خلقو...! تادي کوئ...! ترڅو پورې چې د ژوند دروازه برسيره ده، خپلې ساه ګانې غنيمت اوګنړئ! ډيره زر به دا دروازه بندولے شي. تر څو پورې چې په تاسو کښې طاقت او همت دے، نيک اعمال غنيمت اوګنړئ! تر څو پورې چې د توبے دروازه بيرته ده، دا غنيمت اوګنړئ! د دُعا دروازه بيرته ده، دُعا غوښتل غنيمت اوګنړئ! د نيکانو خلقو په صحبت کښې د ناستې دروازه برسيره ده، دا غنيمت اوګنړئ!


 

 



[1]...زُهد لابن مبارک،صفحہ:76، حدیث:117 ۔