Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

Book Name:Ghous e Pak Kay Iman Afroz Bayanaat

اے خلقو! تاسو چې کوم نقصان کړے دے، هغه پوره کړئ! د (ګناهونو کوم نجاست مو) په لمَن لګيدلے دے، هغه وينځئ! کومې بدئ چې مو کړي دي، هغه ټيک کړئ...! په زړه باندې چې مو د ګناهونو کوم تور والے پورې کړے دے، هغه صفا کړئ! کوم چې تاسو (ناحقه) اخستے دے، هغه واپس کړئ! د خپل مالِک و مولیٰ (يعني د خوږ رَبِّ کريم) د نافرمانئ نه را واپس شئ...! د الله کريم په دروازه باندې حاضِر شئ...! دلته څوک هم نشته، صِرف الله خالِق و مالِک دے، که چرې تاسو د هغه په در حاضِر ئې نو د هغه بندګان ئې، که چرې تاسو د مخلوق په لور متوجه ئې(مثلاً د مال و دولت په ګټلو کښې لګيدلي ئې او په دې وجه د الله پاک په در نه حاضريږئ، الله پاک مو هير کړے وي نو بيا تاسو د الله پاک بندګي نه کوئ بلکه) د مخلوق بندګان جوړ شوي ئې.

اے انسانه! سستي مه کوه...! ځکه چې سستي د هميشه محرومي او د شرميدو سبب دے. خپل اعمال ښه کړه...! الله پاک به په دُنيا او آخِرت کښې په تا باندې انعام اوفرمائي.

حُضور غوثِ پاك شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل بيان جاري اوساتلو او نور ئې اوفرمائيل: د قيامت په ورځ به انسان په دُنيا کښې کړي خپل ښه او بد اعمال يادوي خو په هغه وخت کښې به پښيمانتيا هيڅ فائده نه ورکوي، فائده خو په دې کښې ده چې د مرګ نه مخکښې قيامت ياد